کابل (پژواک، ۵ تلې ۱۴۰۴): د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د اتمې امنیتي حوزې پولیسو هغه کس نیولی چې شاوخوا یونیم کال مخکې د یوه ډاکټر پر قتل تورن و او له پېښې وروسته ایران ته تښتېدلی و.